په غازي لوبغالي کې د فوټبال د دوو لوبډلو تاریخي عکس

تاند- افغانستان ته فوتبال د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۲ لمریز کال د اعلحضرت غازي امان الله خان د سلطنت په مهال راغی.

په لومړیو کې بهرنیو ښوونکو دا لوبه په حبیبیه لېسه کې دود کړه.

په لنډه موده کې یې وده وکړه خو د سقاو تورې دورې د تمدن د نورو نښو په شان فوټبال هم له منځه یووړ. سقاویانو فوټبال حرام باله او ادعا یې لرله چې دا لوبه په پښې د حضرت علي د سر له وهلو سره ارتباط لري او له هماغه ځایه پیل شوې ده.

له سقوي دورې وروسته د ژوند د نورو چارو ترڅنګ فوټبال هم پیل شو او د فوټبال تر ټولو په زړه پورې سیالۍ به د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په ورځو کې د ګاونډیو هیوادونو د ټیمونو په ګډون کېدې.

په څلوېښتمه او پنځوسمه هجري لمریزه لسیزه کې د فوټبال د کلبونو جوړېدو د دې لوبې د مینه والو او لوبغاړو له شمېر سره لا ډېره مرسته وکړه.

د کابل ځینو ټیمونو تاریخي نومونه ژوندي کړل؛ لکه بامیکا، کابورا، باختر….

پاسنی عکس د بامیکا او باختر لوبډلو دی چې په ۱۳۵۴ لمریز کال د کابل په غارزي لوبغالي کې اخیستل شوي دي.

ولاړ لوبغاړي د بامیکا لوبډله

له ښۍ خوا: احدشاه زلمی، احد صابر، روح پرور احد، اسدالله احمدزی، شریف اعظمي، هدایت الله محمدي، تور ناصری، احمد شاه لعلي او رحمت الله احمدزی.

د باختر لوبډله (ناست)

له ښې خوا: محمد یونس پرواني، کبیر هاشمي، حمیدالله نقشبندي، محمد طاهر مشرقی، سلطان پوپلزی، عبدالبصیر ناصري، فرید مولايي، عبدالواسیع پوپل، عبدالستار پوپل، احسان شکیبي، عبدالله تره کی او سید اشرف سادات.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *