د افغانستان د پرمختیايي او د زیمبابوې د الف لوبډلو لومړنۍ مسابقه

تاند- د افغانستان د کرکټ پرمختیايي لوبډله نن /جمعه/ د زیمبابوې له الف لوبډلې سره په لومړنۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان پرمختیايي لوبډله به د یوه منظم پلان پر اساس، چې پرون /پنجشنبه/ یې ترتیب کړ، میدان ته ووځي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې دا دوه لوبډلې ۵ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

په دې سیالیو کې شفیق الله شفق د افغان لوبډلې کیپتاني کوي.

د ټیم نور لبوغاړي: کریم صادق، محمد خیبر، محمد ابراهیم، محمد نواز خان، نورالحق ملکزی، رحمت الله ګربز، سید وحیدالله شفق، شاهدالله کمال، محمد ضمیر عرب، عبدالله عادل، فضل الرحمن رحمني، عمران جنت، ناصر خان عمر، یونس خان احمدزی او ضیاالرحمن اکبر.

د دواړو ټیمونو دوهمه سیالي به د جنوري په ۲۹ /یکشنبه/ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *