ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په متحده عربي اماراتو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د دریو اونیو تمریناتي کمپ پیل کړ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې ددې له امله پاتې شوه چی د زمبابوې پروړاندې پنڅو نړیوالو پنڅوس اوریزو سیالیو ته په بیلابیلو برخو کې د بشپړ چمتوالي په موخه، تمرینات ترسره کړي.
د ملي لوبډلې دغه تمریناتي کمپ کې چی ۲۴ لوبغاړي پکې ګډون لري په خپلو کې به دوه تمریناتي لوبې هم ترسره کړي.

د صحرا جام سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو ترڅنګ اته نور لوبغاړي شرف الدین اشرف، جاوید احمدی، ناصر جمال، افسر ځاځی، حشمت الله شهیدي، احسان جنت، یمین احمدزی او رحمت شاه زرمتی له کابل څخه پدې تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه د ملي لوبډلې سره یو ځای شول.

2تمریناتي کمپ لړۍ نن په فزیکل فیټنیس برخه باندې پیل شوه.

د کرکټ بورډ رهبري وایی چی لوبغاړو ته به دغه تمریناتي کمپ ډیر ګټور وي او وبه کړای شي چی د صحرا جام په څیر راتلونکو لوبو کې هم ښه نتیجه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *