د هند غوره لیگ لوبډلې متحده عربي اماراتو کې تمرینات کوي

د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د راروانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پېلېږي، د دغو لوبو لپاره لوبډلې د چمتووالي په حال کې او خپل سفرونه یې عربي متحده اماراتو ته پیل کړي دي، په تازه سفر کې د حېدراباد کرکټ لوبډله هم دوبۍ ته ورسېده.
لوبډلو عربي متحده اماراتو ته خپل سفرونه پیل کړي او تر دې دمه نږدې ټولې لوبډلې دوبۍ ته رسېدلي دي او هلته یې د کرونا ټېسټونه ورکول پیل کړي دي.
تازه د حېدراباد او ډیلي لوبډلې هم دوبۍ ته ورسېدې.
د دیارلسم پړاو آی پي اېل کرکټ لوبې په دوبۍ کې ترسره کېږي او د ننداره کوونکو په نشتون کې به لوبې ترسره شي.
د اګسټ په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ حېدراباد او ډیلي لوبډلې عربو ته ورسېدې او له هغې وړاندې د شنبې په ورځ د رایلز چلېنجرز بنګلور کرکټ لوبډله هم دوبۍ ته ورسېده او بهرني لوبغاړي هم ورسره مل شول.
دیارلسم پړاو آی پي اېل لوبې د سپټمبر په ۱۹ مه د اتو لوبډلو په ګډون پېليږي او لومړۍ لوبه یې د چینای سوپرکېنګز او ممبيي انډيئنز کرکټ لوبډلو ترمنځ ده.
د کلکتې لوبډله هم د تېرې جمعې په ورځ عربي متحده اماراتو ته رسېدلې او تمرینات یې پیل کړي دي.
د آی پي اېل کرکټ لوبې د نومبر په لسمه نېټه پای ته رسېږي.
د آی پي اېل په لوبو کې ۳ افغان لوبغاړي هم له ۲۰۱۷ م کال څخه لوبېږي او سږ کال به بیا هم په یادو لوبو کې له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته برخه واخلي.
د هند سوداګریزو کرکټ لوبو اتلولۍ څلور ځلي ممبيي، درې ځلې چینای سوپرکېنګز، دوه ځلې کلکتې، یو ځل راجستان، یو ځل حېدراباد او یو ځل دیکن چارجرز لوبډلې ګټلي دي.