افغان کرکټ ملي لوبډله او اسټرالیا یواځینۍ ټېسټ لوبه کوي

د هندوستان ورزشي کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې اسټرالیا به د روان کال په ډېسمبر میاشت کې په یواځینۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې د افغانستان کرکټ لوبډلې کوربتوب وکړي.
د کرېک اېنفو وېب پاڼې د راپور له مخې افغان کرکټ لوبډله به د روان کال د ډېسمبر میاشتې په ۷ مه نېټه د اسټرالیا کرکټ لوبډلې سره یواځینۍ ټېسټ کرکټ لوبه پېلوي او د ډېسمبر تر ۱۱ مې نېټې به وغځېږي.
یادې وېب پاڼې لیکلي، چې دا لوبه د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو لوبییزو سفرونو یوه برخه ده؛ خو د یادې شورا د ټېسټ کرکټ لوبو د قهرمانۍ لیګ برخه نه ده.
تمه وه چې دا لوبه د نومبر میاشت په ۱۱ مه نېټه ترسره شوې وای؛ خو د کرونا ویروس په وجه او د نړیوال جام په لغوه کېدو سره د آی پي اېل لوبو په خاطر ډېسمبر میاشت ته وروسته شوه.
وېب پاڼې لیکلي چې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونو ستونزې حل دي؛ خو خبره یواځې په دې کې ده، چې افغان لوبډلې تر دې دمه ډی نایټ یا د ورځې او شپې لخوا کرکټ لوبه نندارې ته نه ده وړاندې کړې.
افغان لوبډلې له دې وړاندې ۴ ټېسټ کرکټ لوبې کړي، چې لومړۍ لوبه ترې هند وګټله، دویمه لوبه افغان لوبډلې له ایرلېنډ وګټله، درېیمه لوبه افغان کرکټ لوبډلې له بنګله ډېش ګټلې او څلورمه تاریخي ټېسټ کرکټ لوبه ویسټ انډیز له افغانستان څخه وګټله.