افغان کرکټ ملي لوبډله نن ۸ نیمې بجې له بنګله دېش سره ټېسټ لوبه پیلوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته تللې او پنجشنبه د افغانستان پر وخت سهار اته نیمې بجې د یاد هېواد ملي لوبډلې سره یواځینۍ ټېسټ لوبه پیلوي.

دواړه د کرکټ پیاوړې لوبډلې دي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ کال جون میاشت کې له ایرلینډ سره یو ځای بشپړ غړیتوب واخېست.
له هغې وروسته یې تر اوسه دوه ټېسټ لوبې کړي، چې خپله لومړۍ لوبه یې هند لوبډلې ته وبایلله؛ خو دویمه لوبه کې یې ایرلینډ ته ماتې ورکړه.
بنګله دېش لوبډلې په ۲۰۰۰زیږدیز کال کې بشپړ غړیتوب اخېستی او تر اوسه یې ۱۱۴ ټېسټ لوبې کړي، چې یواځې ۱۳ یې ګټلي، ۸۵ یې بایللي او ۱۶ لوبې یې ډراف شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله له بنګله دېش سره په ټېسټ لوبه کې مخامخ کیږي.
دواړو لوبډلو تر اوسه په خپلو کې سره ۸ یو ورځینۍ نړیوالې لوبې کړي، چې درې افغانستان او پنځه بنګله دېش ګټلي دي.
همدارنګه یې تر اوسه څلور شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، چې درې افغان لوبډلې او یواځې یوه لوبه یې بنګله دېش لوبډلې ګټلې ده.