د اګست په ۳۰مه افغان کرکټ ملي لوبډله خپل سفر بنګله دېش ته پیلوي

حضرت عثمان نوري

افغان کرکټ ملي لوبډله چې لوبډلمشري یې د راشد خان په غاړه ده، د بنګله دېش پر وړاندې د يوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلي او وړمه ورځ  يې د ابوظبهۍ په لوبغالي کې تمريناتي کمپ پيل کړى دى.

د ملي لوبډلې لوبغاړي د زاید کرکټ لوبغالي کې په فیټنس او د ځغاستې په تمریناتو زیات تمرکز لري چې خپل  تمرینات یې د اګسټ په ۲۲مه پېل او د روانې میلادي میاشتې تر  ۲۹مې به دوام کړي. د اګسټ په ۳۰مه به بنګله دېش ته خپل سفر پېل او د سپټمبر په ۵مه نېټه به د کوربه بنګله دېش خلاف یوازینۍ ټیسټ سیالۍ پېل او په ۹مه نېټه به یې پای ته ورسوي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ د را روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه پېل او تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام پیدا کړي.