د څو مهمو ورزشي خبرونو سرلیکونه
کرکټ: د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لړۍ نن مازیګر ۶ بجې پیل او پنځه ورځې به دوام وکړي. هندوستان لوبډلې ویسټ انډیز ته سفر کړی او له دې وړاندې یې په درې شل اوریزو لوبو کې ویسټ انډیز ته وایټ واش ماتې هم ورکړې وه. له شل اوریز سیریز وروسته دواړو لوبډلو درې یو ورځینۍ لوبې هم ترسره کړې، چې دوه یې هند وګټلې او یوه یې د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.
فوټبال: اکیپ: پاریس سېنټ جرمن د ریال ماډریډ د 100 میلیونه یورو + ګریټ بیل + جیمز روډیګز او ناواس وړاندیز د نیمار لپاره رد کړی.
مارکا ورځپاڼه: کیلور ناواس د دې لپاره چي د ریال ماډریډ دوهم ګول ساتوونکی شوی دی، ناراضه دی او د کلب د مسؤلینو څخه یي د ریال د پرېښودو د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.
رونالډو:زه چې هر څه یم او هر چیري یم، دا ټول د الیکس فیرګوسن له برکته دي.
کریسټیانو رونالډو: په لوړه سطحه د لوبېدو لپاره تاسو سخت کار، ښه استراحت او خپل بدن ته پام کول مهم دي. بغېر له دې هر څه ختمیږي.
رسمي: موډریچ په تېره لوبه کې د سره کارت په خاطر یوازې یوه لوبه ( ریال وایډولیډ) له لاسه ورکړه.