د څو مهمو ورزشي خبرونو سرلیکونه

افغان کرکټ بورډ نن د بنګلديش او زمبابوی درې اړخيزه سيريز لپاره لوبډله اعلان کړه، د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاند د یواځینۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۵ کسیزه او د درې اړخیز سیریز لپاره یې ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ: دې ليک په اوله لوبه کي طوفان هريرود فوټبال ټيم د سیمرغ البرز فوټبال ټيم ته 0–1 ماته ورکړه. د طوفان هريرود فوټبال ټيم لپاره محمد نبي اسحاقزي ګول وهنه وکړه.

رسمي: د یوونټوس دفاعي لوبغاړی پلګریني په قرضي او یو کلن قرارداد د کالیاري سره یو ځای شو.

په ښیوې والسوالۍ کې د اختریز جام کرکټ لس اوریزه سیالۍ د بډیالۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې.
یادې د ټینس بال لس اوریزه سیالۍ چې د لوی اختر په دوهمه ورځ د ۶۴ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، نن سه شنبه د اسد په ۲۹ مه نیټه یې پای لوبه تر سره شوه.

د ټرانسفر مارکیټ د نړۍ د اوسنیو قیمتي کلبونو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې بارسلونا یوه درجه شاتګ کړی او بایرن میونیک د کوټینیو په رانیولو سره درې درجې مخته شو.

ریال ماډریډ روزمره د نیمار سره اړیکي ساتي او د دغه لوبغاړي جریان د نیمار سره تعقیبوي او دې ته منتظر دی، چې پایله یی څه کېږي.