افغان کرکټ ملی لوبډله متحده عربي اماراتو رسېدلې

د افغانستان کرکټ بورډ له مخې: د افغان کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې لوبېږي، د متحده عربي اماراتو پر لوري وخوځېده چې د یاد هېواد په ابودبۍ کې به د روانې اګست میاشتې له ۲۲ نېټې تر ۲۹مې نېټې پورې تمرینات وکړي او په ۳۰مه به بنګله دېش ته ولاړه شي.
په همدې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د لوبغاړو له روانېدو وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه چې په وینا یې، افغان لوبډله ډېره پیاوړې او تکړه لوبډله ده، کولی شي د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي، خو هغه څه چې دوی همېشه دغې موخې ته رسولی شي؛ همغږي او ډسپلین دی.
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((د ټولو لوبغاړو فزیکي جوړښت، ډسپلین او کارکردګي باید برابر وي، دغه راز باید تاسو په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولرئ چې ډسپلین هم له همغږۍ سره پوره تړاو لري، باید دغه راز درته ووایم که هر ډول ستونزې ولرئ، زه یې درته حل کوم او زما لومړیتوب به هم تاسو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کول وي.))
دغه رار د دغې ادارې اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم خبرې وکړې او لوبغاړو ته یې د هر ډول اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه ورکړه، نوموړي هم دغه راز د لوبغاړو پر فزیکي جوړښت او تکړښت ډېر ټینګار وکړ او په وینا یې: ((تاسو باید فټنس، پرفرمنس او ډسپلین ته ډېره پاملرنه وکړئ، ځکه دا هغه څه دي چې د لوبغاړو د شخصیت ښکارندویي کوي.))
هغه دغه راز لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، ټول لوبغاړي باید ډېر سخت کار وکړي ترڅو په یو-یو ټېسټ کې بریالي شي، ځکه موږ نور ډېر ځوان لوبغاړي لرو چې باید هغو ته هم نوبت ورکړو او په راتلونکي کې به زموږ لومړیتوب هم ځوان لوبغاړي وي.
همدارنګه د غوراوي کمېټي مشر انډي مولز چې د بنګله دېش سفر لپاره د ملي لوبغاړو د مشر روزونکي دنده پر مخ وړي، لوبغاړو ته پخپله وینا کې وویل، که غواړئ چې همېشه وځلېږئ او ښې پایلې ولرئ نو بیا بیا تمرین وکړئ، ځکه سخت تمرینات کول د غوره پایلې ضمانت کوي او ټولو ته په راتلونکي سیالیو کې د بریا غوښتنه کوي.
د یادې ناستې په پای کې لوبډلمشر راشدخان هم خبرې وکړې او په پیل کې یې ټولو هغو لوبغاړو ته مبارکي وویله چې د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې او درې اړخیزه سیالیو نوملړ ته یې لاره موندلې ده او همدارنګه یې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې هر ډول اسانتیاوې او امکانات برابر کړي دي او ژمنه یې کړې چې دغه اسانتیاوې به په راتلونکي کې نورې هم ډېروي.
هغه دغه راز زیاته کړه: ((موږ به راتلونکو ټولو سیالیو کې د یوې کورنۍ د غړو په توګه د نورو لوبډلو پر وړاندې ولوبېږو، او هیله لرم چې دغه سیالۍ به موږ ګټو او بریا به زموږ وي.))
د یادولو ده چې د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۵مه پیل او تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي او دغه راز به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۳مه پیل او تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام پیدا کړي.