افغان ایلیون لوبډلې د متحده عربي اماراتو ایلیون لوبډله ماته کړه

 د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغان ایلیون او متحده عربي اماراتو ایلیون لوبډلو ترمنځ شل اوریزه دوستانه لوبه ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه پیل کړه چې ۱۹،۲ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې ترلاسه کړې او له منځه یې ګلبدین نایب ۳۳، حضرت الله ځاځي ۲۱ او اصغر افغان ۱۸ منډې وکړې.
ورپسې د متحده عربي اماراتو ایلیون لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ټولو شل اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۲ منډې ترلاسه کړې او د افغان لوبډلې هدف یې پوره نه کړی شو. د افغان توپ اچوونکو له لوري فرید احمد، نوین الحق او ګلبدین نایب دوه- دوه او عظمت یوه ویکټ ترلاسه کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.