افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه مهال د کاناډا خلاف لوبیږي

افغان ۱۹ کلنه لوبډله د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې کوارټر فاینل ته لاره موندلې ده. ددې لوبلړ کوربتوب جنوبي افریقا کوي. افغان لوبډلې پکې تر دې مهال دوه سیالۍ ترسره کړي دي چې دواړه یې ګټلي دي.

لومړۍ لوبه یې له کوربه جنوبي افریقا او دوهمه سیالي یې بیا له عربي متحده اماراتو لوبډلې وګټله، او نن جمعه غرمه مهال افغان ۱۹ کلنه لوبډله د کاناډا خلاف لوبیږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزي رسنېو ته وویل: “موږ د سیالیو تر پیل ۱۰ یا ۱۲ ورځې مخکې جنوبي افریقا ته راغلي وو. زموږ ورزشکاران د دې ځای له هوا سره ښه بلد شول.”

په ورته وخت کې بیا د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې هم کوارټر فاینل ته وتلې دي. بنګله دېش ۱۹ کلنه لوبډله به د پاکستان خلاف او هند ۱۹ کلنه لوبډله به بیا د نیوزیلنډ خلاف هم ولوبیږي.

د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د نن ورځې سیالي ډېر اهمیت لري.