نن غرمه مهال افغان ۱۹ کلنه لوبډله د پاکستان خلاف سیالي پېلوي

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله چې په سویلي افریقا کې یې د نړیوال جام لوبولو په موخه ګډون کړی و، تېرې جمعې په ورځ یې وروستۍ ګروپي لوبه له کاناډا نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره بې پایلې شوه او د نومرو په جدول کې د لومړي مقام په لرلو سره دویم پړاو ته ولاړه.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام په لړ کې سوپر لیګ پړاو ته لار پېدا کړه.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله په ۷ وېکټو ماته کړه. د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه له عربي متحده اماراتو په ۱۶۰ منډو وګټله.

 د دواړو لوبو غوره لوبغاړی شفیق الله غفاري ونومول شو.

تمه وه چې افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه له کاناډا سره ترسره کړي؛ خو دغه لوبه د تېرې جمعې په ورځ پرلپسې اورښت لغوه کړه.

 د هېواد نولس کلنو کرکټ لوبډله به نن جمعه چې د جنورۍ له ۳۱ مې سره سمون خوري، غرمه مهال له پاکستان سره د سوپر لیګ پړاو لوبه وکړي.

 له پاکستان څخه د لوبې ګټل د افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې لپاره په دې مهمه دي، چې افغان لوبډله درېیم پړاو ته بېولی شي.