افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د پاکستان خلاف ټاس وګاټه او لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

  افغان ۱۹کلنه کرکټ لوبډله دې سيالۍ ته پوره چمتووالی لري او وړمه ورځ يې ومنله چې د پاکستان خلاف به افغان ۱۹کلنه لوبډله ښه سيالي ترسره کړي.

د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نوملړ چې نن به د اته غوره لوبډلو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالي پیلیدونکې ده.

 افغان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې له دې وړاندې درې سيالۍ وکړې او درې واړه يې ګټلي هم دي.

 وړاندوينې ښيي چې افغان ۱۹کلنه لوبډله تېرو سيالیو ته په کتو کولی شي چې نن هم خپله سياله لوبډله ماته کړي.

 په ورته وخت کې پاکستان کرکټ بورډ هم د خپلې ۱۹ کلنې لوبډلې د پوره چمتووالي خبر هم ورکړی دی