افغان ۱۹ کلنو پاکستان ۱۹کلنو ته د ۱۸۹ منډو هدف په واک کې ورکړ

د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالي جريان لري.
ددې سيالۍ ټاس افغانستان ګټلی او لمړۍ يې توپوهنه غوره کړه.
افغان ۱۹کلنه کرکټ لوبډله دې سيالۍ ته له وړاندې د خپل پوره چمتووالي خبر هم ورکړی دی.
په لومړي وار توپوهنه کې افغان ۱۹ کلنو پاکستان ۱۹ کلنو ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د د ۱۸۹ منډو هدف په واک کې ورکړ.
له شېبه ځڼډ وروسته پاکستان ۱۹ کلنه لوبډله توپوهنه پېلوي.

افغان۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې له دې وړاندې درې سيالۍ وکړې او درې واړه يې ګټلي هم دي.
وړاندوينې ښيي چې افغان ۱۹کلنه لوبډله تېرو سيالیو ته په کتو کولی شي چې نن هم خپله سياله لوبډله ماته کړي.
په ورته وخت کې پاکستان کرکټ بورډ هم د خپلې ۱۹ کلنې لوبډلې د پوره چمتووالي خبر هم ورکړی دی.