د پاکستان ‍۱۹ کلنو افغان ۱۹ کلنو ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

حضرت عثمان نوري

د افغانستان او پاکستان کرکټ ۱۹ کلنو ترمنځ نن پنځوس اوریزه سیالي ترسره شوه چې پکې د پاکستان کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې افغان ۱۹کلنې کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ددې سيالۍ ټاس افغانستان ګټلی او لومړی يې توپوهنه غوره کړې وه.

افغان لوبډلې په لومړۍ وار توپوهنې سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف د ټولو لوبغاړو په سوځېدا سره په واک کې ورکړی و.

د اننګز له دمې وروسته د پاکستان ۱۹ کلنو د هدف د ترلاسه کولو په موخه مېدان ته ښکته شوه چې په اسانۍ سره یې یاد هدف ترلاسه او افغان ۱۹ کلنو ته یې ماتې ورکړه.

ددې سیالۍ غوره لوبغاړی پاکستانی محمد هریرا وټاکل شو. نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ۶۴ منډې جوړې کړې.

پاکستان ۱۹ کلنو ددې سیالۍ په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته لاره پېدا کړه.

افغان ۱۹کلنه کرکټ لوبډله دې سيالۍ ته له وړاندې د خپل پوره چمتووالي خبر هم ورکړی و. دا په داسې حال کې ده چې افغان۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې له دې وړاندې درې سيالۍ وکړې او درې واړه يې ګټلي هم دي.