نولس کلنو جام؛ هند پاکستان ته په ۲۰۳ منډو ماتې ورکړه

خبریال: فضل الرحیم رحیمي؛ له افغانستان وروسته هندوستان هم  نن پاکستانۍ ۱۹کلنه لوبډله له سختې ماتې سره مخامخ کړه.

د نولس کلنو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې هندوستان نن د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته په (۲۰۳) منډوماته ورکړه.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې، چې پچه یې ګتلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او د نهو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې (۲۷۲) منډې جوړې کړي.

د هندوستان لپار شبمن ګیل تر ټولو پیاوړې توپ وهنه وکړه. نوموړي ۱۰۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې محمد موسا ۴او ارشد اقبال ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځوابي توپ وهنه کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۶۹ منډو وسوځیده او لوبه هند لوبډلې په ۲۰۳ منډو وګټله.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې  ترټولو زیاتې  (۱۸) منډې رویال نظیر جوړې کړې.

د هندوستان  لپاره  په توپ اچونه کې ایشان ۴او شیوا سینګ ۲ لوبغاړي وسوزول.

هندوستاني لوبډله به د نولس کلنو نړیوال جام پایلوبه د فبروري په ۳مه نیټه د استرالیا له لوبډلې سره وکړي.

 پاکستان لوبډله به د افغانستان له لوبډلې سره د دریم مقام د ګټلو لپاره د فبرورۍ په لومړۍ نیټه مخامخ شي.

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې تر دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې ته درې ځلې ماتې ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *