د سریلانکا ۱۹ افغان ۱۹ ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه

خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د سریلانکا نولس کلنې لوبډلې افغان نولس کلنې لوبډلې ته په (۶۰) منډو ماته ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یی د توپ اچوني پریکړه وکړه.

دا سیالي د باران د اورېدو له امله له پنځوسو اورنو څخه دوه څلویښت اورنو ته ټیټه شوه، سریلانکا ټیم د ټولو اورونو په لوبولو د اتو لوبغاړو په تاوان (۱۹۶) منډې وکړي .

د سریلانکا له لوري په توپ وهنه کې هایسته بیګوډا تر نورو ښه وځلید  او (۵۳) منډې یی وکړي.

په توپ اچونه کې نوین دوه، ابراهیم دوه، مجیب او قیس احمد هم د مقابل ټیم لوبغاړي وسوځول.

په ځوابي توپ وهنه کې افغان لوبډلې ونشوای کولې چې یاد هدف ته ځان وروسوي او ټوله لوبډله په (۳۴) اور کې په (۱۳۵) منډو وسوځیده.

د افغان لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې درویش رسولي په (۴۴) توپونو (۵۰) منډې جوړې کړي.

افغان نولس کلنې لوبډلې تیره ورځ پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړې وه.

د یادوني ده چې افغان نولس کلنه لوبډله به خپله دریمه لوبه د نومبر میاشتې په څوارلسمه نیټه د عربي اماراتو پر وړاندي ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *