افغان راشدخان د بنګله دیش روانو لوبو کې لومړی د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

راپور: خپلواک دریځ

تېره ورځ د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو په لړ کې دوې سیالۍ د خولنا ټایټنز او چیټاګانګ ویکنګز ترمنځ ترسره شوې خو د محمدنبي په کپټانۍ کې د راشدخان لوبډلې کومیلا ویکټورینز له راجشاهي کینګز سره لوبه وکړه، د لوبې پچه کومیلا ویکټورینز وګټل او د توپ اچوونې پریکړه یې وکړه، چې د راشدخان او محمدنبي د ښې توپ اچوونې له امله راجشاهي لوبډله یوازې په ۱۱۶ منډو هدف ایښودلو بریالۍ شوه.

محمدنبي د کومیلا ویکټورینز لپاره د راجشاهي کینګز خلاف ۴ اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، لوبه لا هم روانه ده.

خو راشدخان بیا په ۴ اورونو کې د ۷ منډو په ورکولو ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

DOb5NrHXcAEJ8ej.jpg large

د راجشاهي لپاره لینډل سایمونز ۴۰ ناسوځېدي منډې وکړې

او د کومیلا په توپ وهنه کې جوش بتلر ۵۰ او امرالقیس ۴۴ ناسوځېدلي منډې وکړې او د ۱۱۶ منډو هدف یې د یوې ویکټې په غورځېدلو پوره کړی

بلخوا بیا خولنا ټایټنز د نجیب الله ځدراڼ لوبدلې چیټاګانګ ویکینګز ته په ۱۸ منډو ماته ورکړه

خولنا سیالي لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ خو چیټاګانګ یوازې ۱۵۲ منډې جوړي کړای شوې او لوبه یې وبایلل په دغه سیالۍ کې هم نجیب ځدراڼ ته چانس نه و ورکول شوی.

په دې سیالیو کې اوپل ترنګا په ۱۹۷ منډو ترټولو مخکښ توپ وهونکی دی، ورپسې ۱۵۱ منډو انډري فلیچر او هغه پسې ایون لیویس دی په ۱۳۱ منډو په مخکښو توپ اچوونکو کې بیا تسکین احمد په ۶ ویکټو لومړی، ابو جاید په ۶ ویکټو دوهم او لیم پلانکیټ په ۶ ویکټو دریم مقام لري.

اوس مهال د بنګلدیش غوره لیګ په لړ کې ۱۲ سیالۍ ترسره شوي چې ترټولو ډیري پکې سیالهت سکسرز ګټلي دي دغه لوبډله اوس د جدول په سر کې ځای لري.

سیالهت ۵ لوبې کړي ۳ یې ګټلي او دې یې بایللي لومړی ډهاکه ډاینامیک ۳ لوبې کړي ۲ یې ګټلي ۱ یې بایللې دوهم، کومیلا ویکټورینز ۲ ګټلي ۱ یې بایللې دریم، خولنا ټایټنز ۲ ګټلي ۱ یې بایللې څلورم، چیټاګانګ ۱ ګټلې ۲ یې بایللي پنځم، رانګپور رایډرز ۱ ګټلې ۲ یې بایللي شپږم او راجشاهي کینګز په یوې بریا او ۳ ماتو وروستی اووم مقام له ځان سره لري.

سبا به ددې سیالیو په لړ کې پر ۱۱:۳۰ بجې ډهاکه ډاینامیک له خولنا ټایټنز سره او مازدیګر به بیا پر ۴:۳۰ بجې د راشدخان او محمدنبي لوبډله کومیلا ویکټورینز د نجیب الله ځدران له لوبډلې چیټاګانګ ویکینګز سره د لوبې ډګر ته ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *