پرون راشدخان، خو نن محمدنبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله

ثناګل ګلزار

د راشدخان په اقصادي توپ اچونې سره سره هم اډلایډ سټریکرز لوبډلې ماتې ومنله او میلبرون ریجنډز د محمدنبي په ښکلي لوبې سره بریا خپله کړه.
د بیګ باش لیګ لوبو دوام کې نن د محمدنبي او راشد خان ترمنځ سیالي ترسره شوه، راشدخان د محمد نبي لوبډلې ته ۱۷۶ منډې هدف ورکړ.
راشدخان ته د بېټ کولو موقع ور نه راغله خو محمدنبي په درې اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

په ځواب کې د محمدنبي لوبډلې یاد هدف د پنځو لوبغاړو په تاوان سره پوره کړ. محمدنبي په ۳۰ توپونو ۴۸ ناسوځېدلي منډې وکړې او لوبډلې یې دوهمه بریا خپله کړه.

راشد خان په څلور اورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول، خو لوبډلې یې له لومړۍ بریا وروسته لومړۍ ماتې هم ومنله.