امجد جاوید له نړیوالو لوبو لاس په سر شو

ثناء ګل ګلزار

د متحده عربي اماراتو پخوانی لوبډلمشر امجد جاوید چې د ‍۱۹۸۰ م کال د جولايي میاشتې په ۵مه نېټه زیږیدلې وه او اوسمهال ۳۸ کاله او ۱۷۲ ورځې عمر لري، د تېرې شنبې ورځ چې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۲ مې نېټې سره سمون خوري، له نړیوال کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ.

 په ۲۲مه نېټه د نړیوالې کریکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ. امجد جاوید د عربي متحده اماراتو په ګټه تر دې مهاله ۱۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي چې ټول ټال یې پکې ۲۳۹ منډې جوړې کړي دي، دغه راز نوموړي بیا په ۲۲ شل اوریزو سیالېو کې هم برخه اخیستې ده چې ۲۷۱ منډې یې پکې ترسره کړي دي.

په توپ اچونه کې امجد جاوید بیا د یو ورځنېو سیالېو له لړۍ یوازې ۹ او په شل اوریزو سیالېو کي یې بیا ۳۳ ویکټې اخیستې دي.

امجد جاوید په لوبه کې د ال رونډر په حیث لوبېده چې په ښي لاس یې غوره توپوهنه او په ښي لاس یې میډیم توپ اچونه کوله.

د نوموړي خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ د بنګله دیش خلاف په ۲۰۰۸ کال  د جون په ۲۴ مه ترسره کړه. شل اوریزو سیالېو کې نوموړي خپله لومړۍ سیالۍ په ۲۰۱۴ م کال د مارچ په ۱۷ د نیدرلینډ خلاف وکړه.