د بیګ باش سیالېو په لړ کې نن ۷ لوبه

راپور ـ ثناء ګل ګلزار

د هیبریټ هیورینز او ملبرون سټار ترمځ لوبه وشوه چی د لوبی پچه (ټاس) هیورینز لوبډله وکټله اود توپ اچونې پریکړه یې وکړه، ملبرون سټار لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کی د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ‍۱۵۵   منډی جوړي کړي او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

هیورینز لوبډلې یاد هدف د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸.۴م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د هیورینز لوبډلې له لورې سندیب حیرانوونکې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي په ۴ اورونو کې ۲۴ کمې منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول.