مس عینک اتلانو په ۲ ویکټونو کابل بازانو ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ د سیالیو په دوام کې نن /شنبه/ مس عینک له کابل بازانو سره په لومړۍ مسابقه کې مخامخ شول.

د دې لوبې، چې د شپږیزې یوولسمه سیالي وه، پچه مس عینک لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله باولینګ وکړي.

کابل بازانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، مس عینک لوبډله د لوبې په ورستي اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلي هدف ته ورسیده او لوبه یې د کابل بازانو له لوبډلې څخه وګټله.

دولت ځدراڼ چې د مس عینک په ګټه یې ۲۷ مندې جوړې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا په روان لیګ کې د کابل بازانو لومړنۍ ماته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *