بند امیر او کابل بازانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د شپږیزې لیګ د نن ورځې په دوو سیالیو کې بندامیر پړانګانو په ۶ منډو بُست ساتونکو ته او کابل بازانو په ۸ ویکټونو سپینغرزمریانو ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ مسابقه کې بند امیرپړانګانو خپل سیال بست ساتونکو ته ۱۵۵ منډې هدف په داسې حال کې وټاکه چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

2جاوید احمدي په ۴۷ توپونو ۷۵ او شاهد الله په ۱۳ توپونو ۲۲ منډې وکړې.

راشد خان ارمان په ۴ اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځول، شاهدالله ۲۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د بُست لپاره شبیر نوري په ۲۴ توپونو ۲۴ منډې او مُنیر احمد په ۴۱ توپونو ۵۸ منډې وکړې.

ګلبدین نایب د بند امیر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سپینغر زمریانو لپاره شفیق الله په ۲۴ توپونو ۶۰ او نورعلي ځدراڼ په ۳۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

د کابل بازارنو لپاره کریم صادق په ۳۴ توپونو ۵۰ او حشمت الله شهیدي په په ۳۷ توپونو ۵۱ منډې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *