بند امیر په ۸۰ منډو سپینغر ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د شپږیزې یا غوره کرکټ لیګ د نن (پنجشنبې) ورځې په سیالیو کې امو نهنګان له مس عینک او بند امیر له سپینغر پړانګانو له سره مخامخ شول.

بند امیر ښاماران وتواندېدل چې دا سیالي په ۸۲ منډو وګټي.

بند امیر ښامارانو د ۹ لوبغاړود سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې خو په مقابل کې یې د سپینغر پړانګانو ټول لوبغاړي په ۱۴ اوور او ۳ توپ په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۸۰ منډې جوړې کړې وې.

د بند امیر لپاره نجیب الله ځدراڼ په ۱۵ توپونو ۳۸ او شاهدالله په ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

شاهدالله په باولینګ کې هم ښه وځلېد. ده په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د بند امیر ټي ایل چاترا په دوه نیم اوورونو کې ۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

د سپینغر پړانګانو لپاره ډېرې منډې سمیع الله شینواري (۲۴) او شفیق الله (۱۶) وکړې.

بلاخان او روښان بارکزي هر یوه د بند امیر ۲ – ۲ لوبغاړي وسوځول.

لومړۍ مسابقه

تر دې وړاندې په لومړۍ مسابقه کې مس عینک په ۸ ویکټونو امو نهنګات مات کړل.

امو نهنګانو په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۱۱ منډې وکړې.

په مقابل کې یې د مس عینک لوبغاړي وتواندېدل چې هدف په ۱۷ اوور کې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پوره کړي.

اوس کابل بازان د جدول په سر کې دي.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *