عینک په ۶ منډو امو ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د غوره لیګ (شپږیزې) د نن ورځې لومړۍ سیالي د بند امیر او مس عینک ترمنځ وه.

مس عینک لوبډلې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

خو د بند امیر ټول لوبغاړي په اتلسم اوور او پنځم توپ په داسې حال کې وسوځېدل چې ۱۳۳ منډې یې کړې وې.

ښه بیټنګ کوونکي

د مس عینک لپاره وي سیبندا په ۵۳ توپونو ۵۹ او آر پي بورل په ۳۵ توپونو ۳۸ منډې وکړې.

د بند امیر لپاره رحمت شاه په ۲۸ توپونو ۳۶ او حضرت الله په ۳۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې.

ښه باولینګ کوونکي

د مس عینک راشد خان په ۴ اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول

ټي سي چاتارا په ۴ اوورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د بند امیر لپاره سکندر رضا په ۴ اوورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. ظاهر خان بیا په ۳ اوورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د نن ورځې دوهمه سیالي د سپینغر پړانګانو او بُست ساتونکو ترمنځ ده.

لومړی بیټنګ سپینغرپړانګان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *