سپینغر لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د غازي امان الله خان د کرکټ په تورنمنټ کې د مس عینک او سپینغر لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې پچه سپینغرلوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

 لوبه د باران د اوریدو له امله ۴۷ اورونه وټاکل شوه چې سپینغر لوبډلې د (۴۷) اورونو په لوبولو سره د ۴ لوبغاړو په په تاوان ۳۲۰ منډې جوړې کړې.

د سپینغر له لوري په توپ وهنه کې عثمان غني (۱۲۵) منډې یې جوړې کړې.

د مس عینک له لورې په توپ اچونه کې نجات مسعود، رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ د سپینغر لوبډلې د یو – یو لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

 مس عینک لوبډلې په (۴۶) اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د میس عینک لخوا په توپ وهنه کې نورعلی ځدران تر ټولو زیاتې (۷۲) مندې وکړې.

د دې لوبې د غوره لوبغاړی جایزه عثمان غني ترلاسه کړه چې (۱۲۵) منډی یې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د غازي امان الله خان کرکټ سیالېو پایلوبه به د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالی کې د اسد په (۲۸) نیټه، چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، ترسره کیږی.

له بلې خوا د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځینیو سیالیو اوومه لوبه، د بند امیر او امو لوبډلو ترمینځ په خوست ملي لوبغالي کې روانه روانه ده، بند امیر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

امو لوبډله د لوبې په ۳۸،۴ اورو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره بند امیر لوبډلې ته یوازې ۱۵۳ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو زیاتې ۴۴ منډې مسلم موسی جوړې کړې، د بند امیر له لورې ظاهر خان ۳، او میرویس اشرف، عبدالله عادل د امو لوب‌‌‌‌‌‌ډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *