د بند امیر پر له پسې درېم بری

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځینیو سیالیو اوومه لوبه کې بندامیر لوبډلې امو لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. دلوبې پچه بندامیر لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

امو لوبډله د لوبې په ۳۸،۴ اورو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره بندامیر لوبډلې ته یوازې ۱۵۳ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو زیاتې ۴۴ منډې مسلم موسی جوړې کړې، د بند امیر له لورې ظاهر خان ۳، او میرویس اشرف، عبدالله عادل د امو لوب‌‌‌‌‌‌ډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

بندامیر لوبډله د لوبې په ۴۲،۱ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلي هدف ته ورسیده او لوبه یې د امو له لوبډلې څخه وګټله، د بندامیر له لورې ۵۳ منډې ناصر جمال او ۵۱ منډې افسر ځاځي ترسره کړې، د امو له لورې ظاهر شهزاد د بند امیر لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

افسر ځاځی چې په ننۍ لوبه کې یې ۵۱ منډې جوړې کړې وې، دلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *