د شپاړلس کلنو روانو لوبو اتلوالي لوګر لوبډلې وګټله

د الکوزي ۱۶۶ کلنو تنکیو ځوانانو یوورځنۍ لوبو اتلولي لوګر لوبډلې وګټله، د پای لوبې پچه لوګر لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، بغلان لوبډلې د لوبې په ۲۹،۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره لوګر لوبډلې ته یوازې ۸۶ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو زیاتې۳۰ منډې محد جان جوړې کړې، د لوګر لوبډلې له لورې ذاهد خان ۵، داود ۳ او عبدلوالي د بغلان ۲ لوبغاړي وسوځول.

لوګر لوبډله د لوبې په ۲۰،۳ اور کې ټاکلي هدف ته ورسیدله او د الکوزي ۱۶ کلنو ولایتي یوورځینۍ لوبو اتلوالي یې خپله کړه، د لوګر لوبډلې له لورې تر ټولو زیاتې ۲۸ منډې عبدالله جوړې کړې او د بغلان لوبډلې له لورې فضل الحق، عبدالواسع او ذوهیب د لوګر لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


د پای لوبې او د دې سیالیو غوره لوبغاړی صابر او غوره توپ اچونکی زاهد ونومول شو.


د افغانستان کرکټ بورډ رهبري وایي چې له دې لوبو څخه یې هدف د ځوانو استعدادو لاس ته راوړل دي. همدا شان زیاتوي چې له دې لوبډلو څخه به د زون لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي انتخابیږي.


د یادولو وړ ده چې د الکوزي ۱۶۶ کلنو ولایتي یو ورځنۍ لوبې چې په خوست او ننګرهار کې پیل شوې وې، پوره ۲۲ ورځې یې دوام درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *