افغان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د لړۍ دریمه سیالي له نمیبیا ملي لوبډلې وګټله

د کرکټ بود خبرپاڼه –

د انټرکانیټیننټل کپ څلور ورځینیو سیالیو لړۍ په دریمه سیالۍ کې نن افغان کرکټ ملي لوبډلې د نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ددغې لوبې پچه د نمیبیا لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. د دوی ټول لوبغاړي د سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۷۲ منډو په جوړولو سره وسوځیدل. د افغان توپ اچونکو له لوري محمد نبي عیسی خیل ۵، ظاهر خان پکتین ۳، رحمت شاه او دولت ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان توپوهونکو د خپلې توپوهنې پاڼۍ د شهزاد محمدي د ۱۳۹ منډو پر مټ په ۳۳۴ منډو پای ته ورسوله او پر سیالې لوبډلې لوبډلې د ۱۶۲ په توپیر مخکښه شوه.

نمیبیا لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د افغان توپ اچونکو پر وړاندې ماتې وکړه او ټوله لوبډله یې د ۱۲۶ منډو په جوړولو سره وسوځیده. د افغان توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۵، دولت ځدراڼ ۳ او محمد نبي عیسی خیل ۲ لوبغاړي وسوځول.

له دې سره افغان لوبډلې نمیبیا لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۳۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د نمرو په جدول کې یې دریم مقام خپل کړ.

شهزاد محمدي چې د توپوهنې په برخه کې په ځانګړي ډول وځلیده، د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې، د لومړي ځل لپاره افغان لوبڅارانو هر یو احمدشاه  پکتین او احمدشاه دراني په دغه ستره نړیواله سیالۍ کې لوبڅارنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د دغې بریا مبارکي ورکړه. نوموړي ووییل چې، موږ د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د نمرو په جدول کې د ۳ مقام اخیستنې سره خپل ګړندی مزل په ډاګه کړ او د ټیسټ تر دریځه به په بریالۍ توګه ورسیږو.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي ورکړه. نوموړي ووییل چې، زموږ موخه د ټیسټ دریځ دی او تر درشله یې د رسېدو لپاره له یوه هراړخیز پلان سره پرمخ روان یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *