د افغان پرمختیایي او حبیب بانک لوبډلو څلور ورځینۍ سیالي مساوي شوه

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان پرمختیایي او پاکستان حبیب بانک لوبډلو ترمنځ لومړنۍ څلور ورځینۍ سیالي مساوي پای ته ورسیده.

د لوبې پچه د حبیب بانک لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې چې د دوهمې ورځې تر غرمې پورې وغځیده، د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۰۷ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې امام الحق ۱۳۱، نعمان انور ۱۳۰ او لوبډلمشر عمران فرحت ۸۵ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.

2افغان پرمختیایي لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې چې د څلورمې ورځې تر غرمې پورې وغځیده، زړه راښکونکې لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۶۱۵ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ناصر جمال ۲۰۵، جاوید احمدي ۱۴۹، افسر ځاځي ۸۵ او رحمت شاه ۸۰ منډې جوړې کړې. له دې سره افغان پرمختیایي لوبډله د ۱۰۸ منډو په توپیر پر حبیب بانک لوبدلې مخکښه شوه.

د حبیب بانک لوبډلې د سیالۍ په څلورمه ورځ د توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې خو سیالي د ټاکلي وخت پوره کیدو له امله مساوي پای ته ورسیده.

د افغان توپ اچونکو له لوري ظاهر پکتین یو ځل بیا د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

ناصر جمال د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړي وټاکل شو او د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه. همداراز، نوموړي ته د افغان کرکټ بورډ ادارې له لوري ۱۰۰۰۰ افغانۍ نقدي جایزه هم ورکړل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل، “موږ د لومړي ځل لپاره د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوو. زموږ موخه په راتلونکې کې د سترو لوبډلو کوربه توب کول دي او په دغه ډګر کې هر ډول مسلکي وړتیاوې لرو. د حبیب بانک لوبډله یو مسلکي کوربه توب ویني او په دغه برخه کې د ادارې هلې ځلې د قدر وړ دي.”

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل، “زموږ پرمختیایي لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې پر وړاندې د غوره لوبې له ترسره کولو سره دا جوته کړه چې، زموږ د کرکټ راتلونکی روښانه دی. موږ که له یوه اړخه د مسلکي کوربه توب وړتیاوې لرو نو له بله اړخه د هر ډول سیالې لوبډلې پر وړاندې په پوره جرئت د لوبیدو وړتیاوې هم لرو.”

له لوبې څخه وروسته د خبري ناستې په ترڅ کې د پاکستان جبیب بانک لوبډلې لوبډلمشر د پاکستان ملي لوبډلې په شمول په نورو بهرنیو لوبډلو غږ وکړ تر څو په افغانستان کې له افغان لوبډلو سره د سیالیو ترسره کولو لپاره راشي. ځکه چې، افغان کرکټ بورډ د مسلکي کوربه توب په ټولو مهارتونو سمباله اداره ده.

د افغانستان پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر نجبیب الله ځدران هم رسنیو ته په خپله وینا کې له کرکټ بورډ څخه د ډیرې خوښۍ څرګندونې وکړې او ویې وییل چې، ځوان لوبغاړي ښه وځلیدل او ددوی په روزنه او د سهولتونو په برابرولو کې د افغان کرکټ بورډ ادارې رول د ستاینې وړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *