د پاکستان حبیب بانک لوبډله د ۶ مسابقو لپاره کابل ته راورسیده

د پاکستان حبیب بانک لوبډله د څو مسابقو لپاره نن ماسپیښین کابل ته راورسیده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د پاکستان د حبیب بانک لوبډله به د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب له افغان پرمختیایي لوبډلې سره دوې څلور ورځینۍ او ۴ پنځوس اوریزې سیالۍ وکړي.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د یوې پیاوړې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریاست لومړي مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د کرکټ بورډ کارکوونکو او د رسنیو لخوا د میلمه لوبډلې تود هرکلی وکړ.

2د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته وویل چې، “موږ په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو کلتور ته د ودې ورکولو په درشل کې یو. د پاکستان حبیب بانک لوبډلې راتګ په کابل کې د نړیوالو سیالیو د پیل یوه غوره بیلګه ده.”

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل، “موږ د لومړي ځل لپاره  په کابل کې د یوې داسې لوبډلې کوربه توب کوو چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کې ګډون لري. زموږ موخه د کرکټ لومړۍ درجې دریځ ته تلل او په کابل کې د نړیوالو سیالیو کلتور ته وده ورکول دي”.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیز الله فضلي په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې رسنیو ته ووییل چې، د پاکستان حبیب بانک لوبډلې راتګ افغانستان ته د بهرنیو لوبغاړو د راتګ پیل دی.”

د حبیب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرهت وویل، “موږ له افغان کرکټ بورډ ادارې څخه منندوی یو چې په کابل کې یې راته د لوبیدو زمینه مساعده کړه. نوموړي ووییل چې، د دا ډول لوبو ترسره کول به په دواړو هیوادونو کې د کرکټ له پرمختګ سره مرسته وکړي او د مینه والو مینه به نوره هم زیاته شي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *