کرکټ حیثیت راکوي/ ضیا ودان
افغانستان کې که له یوې خوا د جګړې اور بل دی، غم راکوي او نړیوالو ته یو شر خوښی ملت ورپېژندل کېږو، بل لور ته د کرکټ په زړه پورې لوبه هېوادوالو ته خوشالۍ ورکوي او نړیوالو ته د هېواد یو ریښتینی ، سوله خوښی ، متدمدن او روڼ اندی تصویر ورکوي او په همدې اساس کرکټ موږ ته حیثیت راکوي .
پرته د هغو کراتو کراتو بریاوو او لاس ته راوړنو چې په دې برخه کې یې لرو ، کرکټ بورډ یو بل بې مثاله اقدام کوي او د سولې او امن یو ګل تصویر وړاندې کوي.
په لومړي ځل کابل ته د پاکستان حبیب بېنک یوه داسې لوبډله د لوبو لپاره راځي چې د پاکستان ملي لوبډلې ټېسټ لوبغاړي هم پکې دي ، دا زمینه کرکټ بورډ مساعده کړې ده او غواړي وښیي چې افغانستان هم د بهرنیو کرکټ لوبډلو کوربه توب په ښه شان کولای شي او نور نو باید افغانستان د نړیوالو لوبډلو د خوندورو او لویو لوبو کوربه وي.
دا ګام څه وړه خبره نده ، ګاونډیانو فکر کاوه چې هلته کابل دا ظرفیت نلري چې بهرني مېلمانه سمبال کړي ، امنیت یې وساتي او څه ډول چې لازمه ده پالنه یې وشي ، خو برعکس ، کابل اوس په هر اړخیز ډول د پرمختګ پوړونه طۍ کوي او د زرګونه ډوله کارونو او خداماتو لپاره زرګونه ظرفیتونه لري او لا هم یاد ظرفیتونه د لوړېدو په حال کې دي .
اوس نو کابل ته د ګاونډیو او د کرکټ د نورې نړۍ د سفرونو لړۍ پیل شوه ، اوس نو کابل په یوه نوې بڼه راڅرګند شو ، اوس نو کابل د سیلانیانو ځای دی ، اوس نو کابل د نړیوالو مشرانو د پاتې کېدلو ځای دی ، اوس نو کابل د نړیوالو ستورو د دمې او تمرین ځای دی ، اوس نو کابل د نړۍ د راتلونکو سالمو پروګرامونو ته د اوږدې ورکولو او برخې اخستلو ښار دی .
اوس کولای شي د کرکټ نړیواله شورا کابل له سره مطالعه کړي ، اوس نو موږ له نورو هېوادونو هم غواړو چې خپلې لوبډلې وهڅوي تر څو کابل ته د لوبو کولو په موخه راشي ، اوس نو کابل د کرکټ لپاره پوره چمتو والی لري ، اوس نو کابل له خپلو سیالو ښارونو سره د رقابت پړاو ته ننوتی.
موږ د همداسې یوې زرینې او خوندورې ورځې په تمه په بې صبرۍ انتظار کاوه ، موږ د همداسې یوه خوندور زېري په تمه وو ، موږ همدا هیله درلوده او همدا زموږ حق جوړېده.
هر چا چې د دې سیالیو په جوړېدو کې خواري کړې ده کورونه یې ودان او هیله مند یم چې دا لومړۍ لوبې وروستۍ نشي او د نورو هېوادونو لوبډلې په پرلپسې ډول کابل ته راشي او د کابل له بهترین امنیت ، خوږ بو او معتدلې هوا او خوندورو اوبو څخه په ګټې اخیستې دلته لوبې وکړي او زموږ سره یو ځای خوشاله شېبې ولري .
په همدې هیله