کرکټ د سهم څه ندي/ ضیا ودان

ګران هېواد افغانستان که څه هم له بده مرغه د هره اړخه ټپي شوی دی ، له ځینو اړخونو ډېر او له ځینو اړخونو کم ، خو له ښه مرغه په دې وروستیو کې یې یو څه د دمې ساه هم واخیسته ، زده کړه ئیز چاپېریال وغوړېده ، د بیا رغونې کارونه ګړندي شول، د ملي احساس شعور په لوړېدو شو او تر څنګ یې د سپورت لپاره هم په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول .

یو له سپورتي شاخونو یې کرکټ دی چې افغانستان ته لکه مېلمه راغی او لکه پنا غوښتونکی کډوال تابعیت یې وغوښت ، د افغانستان خلکو هم ورته په ورین تندي هر کلی ووایه، قدر یې ورکړ ، ویې نازاوه، وخت یې ورکړ او بلاخره یې تابعیت ورکړ او اوس له نورو افغان لوبو سره څنګ په څنګ خرامانه خرامانه قدمونه وهي .

څه ډول چې په هېواد کې نورې ادارې د اړونده کارونو د انجام په موخه فعالیت کوي، دا ډول د کرکټ د ودې او پرمختګ په پار کرکټ بورډ اداره هم خپل فعالیت کوي او په دې وروستیو کې د یادې ادارې لاس ته راوړنې د قدر دانۍ وړ هم بللی شو .

لوبغاړو او بورډ ته خلکو ډېره مینه ورکړه، سپانسر یې کړل، ډالۍ یې ورکړې، مرال یې ورکړ او تر څنګ یې د ملاتړ ډاډ ورکړ او کور یې ودان د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني هم د ادارې مشران او لوبغاړي خپل حضور ته ومنل، له لوبغاړو سره یې نغدي مرسته وکړه او له کرکت بورډ سره یې په هېواد کې د پنځو لویو اکیډمیو د جوړولو ژمنه ورکړه .

اوس کرکټ بورډ یادې اکیډمۍ په داسې ځایونو کې جوړوي چرته چې ډېر کرکټ کیږي ، ډېر مینوال لري او ډېر خلک په اکیډمۍ کې زده کړه وکړي او دا ښه او مسلکي نظر دی .

د کرکټ د لوبغالو او اکیډمیو جوړولو لپاره شرایط وجود لري چې له جملې یې امنیت ، هوا ، له کرکټ سره علاقه د یادونې وړ بولم.

هغه ولایتونه چې پکې لس میاشتې د کرکټ لپاره مساعدې وي او هغه ولایتونه چې پکې درې میاشتې د کرکټ لپاره مساعدې وي باید توپیر شي ، کرکټ بورډ که په خوست کې لوبغالی او اکیډمي یا کوم بل اقدام کوي پر ځای یې کوي ، ځکه خوست په هر دلیل د کرکټ ولایت دی او باید پاملرنه ورته زیاته شي ، له بده مرغه چې خوست ته هغه ډول څه ندي شوي چې باید شوي وای ، ځکه خوست یو له ګرمو ولایتونو څخه دی او پوره لس میاشتې پکې نېشنل لوبې هم کېدلی شي ، د کرکټ بې شمېره او تر ټولو ډېر مینوال لري او دا خبره خوستوالو ثابته کړې ده او د کرکټ لوبغاړو او چارواکو له تلویزونو څخه په مرکو او له شخصي پاڼو څخه په پوسټونو کې تائید کړې هم ده ، مناسبه هوا لري ، خوندورې اوبه لري ، هېڅ د اقلیمي بدلون په نوم کومه ناروغي نلري ، امنیت پکې ۹۸ سلنه د ډاډ وړ دی ، خلک یې له کرکټ سره مینه کوي او په ټوله کې خوست کرکټ ته پیدا شوی ولایت دی ، نو خوست باید د کرکټ په بازار کې له ګردېز سره مقایسه نشي ، پکتیا هم زموږ یو له جانان ولایتونو څخه دی ، باید دولت ورته پاملرنه وکړي او په هر برخه کې ورته کارونه وشي ، ځکه همدې پکتیا دولت ته قرباني ورکړې ده او د نظام او خاورې په ساتنه کې یې تر بل هر چا ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په ټوله کې پکتیا د ویاړونو کور دی ، اما دا چې د کرکټ لپاره هغه ډول ندی جوړ ، څه ډول چې خوست مساعد دی ،  دا واقعیت باید ومنو .

ننګرهار چې د هوا او موسمونو له اړخه یو کاملا مساعد ولایت دی ، هغه دی د کرکټ وده پکې روانه ده او کرکټ بورډ هم تر ټولو زیاته توجه همدې ولایت ته ورکړې ده او دا توجه یې په مسلکي لحاظ کړې ده ، ځکه دوی پوهیږي چې چېرته کرکټ شته . چېرته یې وکړي او چېرته لوبغاړي را پیدا کړي .

منظور مې دا دی چې کرکټ د سهمیې یا برخې څه ندي چې هر ولایت دې ووایي چې موږ هم د کرکټ لوبغالی او اکیډمي غواړو ، هو دوی ته دې هم جوړ شي خو د اولیت حق باید هغو ته ورکړل شي ، د چا چې حق جوړیږي او چېرته چې کرکټ شتون لري .

که د سهمیې خبره وای خو کرکټ بورډ باید اول لوبغالی او اکیډمي پنجشېر ته جوړ وای ، ځکه هغه خو د ښادۍ زامن دي او بیا مجاهدین خو پرې له پاسه دي ، هغه خو به یې نه یادوو چې کرزي بابک راته لکه غوایان پړسولي دي .

له دې ورتېر که تاسو په نورو هېوادونو کې وګورئ ، کرکټ یې یواځې په هغو ایالتونو کې دی ، چېرته چې هوا او موسمونه د کرکټ لپاره هرکلی وایي ، د پاکستان پېښور کې کرکټ شته خو په چترال ، مري ، بلوچستان او نورو هغو ځایونو کې چې هوا سړه او واورې دي کرکټ بورډ یې متر خاوره هم نده ور هواره کړې ، همداسې په هندوستان کې داسې قومونه دي چې ملیونونه نفوس لري خو له ټول نفوس څخه نه په ملي لوبډله کې لوبغاړی لري او نه په لکونه کیلو متر مربع ایالاتو کې لوبغالي او اکیډمۍ .

ځکه هغوی په دې پوهیږي چې کرکټ څه ډول لوبه ده ؟ څه دول باید پر مخ لاړه شي او چېرته باید ورته زمینه سازي وشي .

ځینې شیان وېشل کیږي ، ولې ځینې شیان په مسولیت سپارل کیږي ، موږ باید هره موضوع له مسلکي اړخه وه ارزوو، نه دا چې د تعصب ، بد بینۍ او کم نیتۍ له نظره .

One thought on “کرکټ د سهم څه ندي/ ضیا ودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *