کرکټ په هوش مخکې درومي نه په جوش

ضیا ودان  –

افغانان ډېرې ښېګړې هم لري، د یوې خبرې خلک دي، هېواد دوسته دي، با شهامته دي، مېلمه پال دي، مقاومتیان دي، سوله خوښي او علم پرسته دي او تر ټولو غوره یې دا چې په رښتیا مسلمان دي، نه لکه دا ځینې منافقان.

خو ځینې ستونزې هم لري چې له بده مرغه د کالونو په اوښتو هم یادې ستونزې له منځه نه لاړې او لا هم لکه د بدخشان غونډۍ پر خپل ځای پرتې دي .

یوه له هغو یې د افغانانو او بالخصوص د پښتنو د جوش نقطه ده ، چې ډېره ټیټه ده او د پښتانه په لږه تودوخه هم ماغزه د جوش نقطې ته رسیږي ، په جوش خبره کوي ، په جوش حق غواړي او په جوش دلیل وایي.

دوه اونۍ وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي انضمام افغان کرکټ بورډ ته استعفا وړاندې کړه ، بورډ یې استعفا منظوره کړه او د نوي روزونکي پلټنه یې پیل کړه ، پښتنو چیغې پیل کړې چې د پخواني روزونکي له تلو سره باید سم نوی روزونکی را پیدا شي چې دا درسته خبره نده ، روزونکی څه د چوک کاریګر ندی چې ور ووځې را یې ولې ، بلکې د روزونکي ټاکل او پیدا کول یوه اوږده پروسه په بر کې نیسي ، د روزونکي پس منظر کتل کیږي ، تجربه یې تر غور لاندې نیول کیږي ، غوښتنې یې تر بحث لاندې راځي او په مجموع کې خپل امکانات او اړین نقاط ټول تر نظر تېریږي او بیا د کرکټ اداره د استخدام پړاو ته درومي .

د مشر روزونکي ټاکل خو لویه خبره ده ، اما د ژوند کوچني کارونه هم په جوش سره مکوئ ، له هوش کار اخلئ او له پوره غور او دقت وروسته پرېکړه کوئ ، زه پخپله د کرکټ بورډ د دې نظر ملاتړی یم چې موږ دې مشر روزونکی په کرار پیدا کړو خو چې سم روزونکی پیدا کړو .

ځکه هېڅ ځای هم داسې ندي شوي چې یو روزونکی سم تللی نه وي بل سمدستي خولې ته ولاړ وي او له نورې نړۍ ورتېر موږ پخپله هم دا تمرین کړې ده ، چې یو روزونکی تللی دی ، د بل تر راتلو ډېر وخت تېر شوی دی او د خلا په موجودیت کې مو هم لاس ته راوړنې درلودلې دي .

روزونکی داسې څه ندي چې له لوبغاړو سره یو ځای وي لوبې به کوي خو که د یوې میاشتې لپاره له لوبډلې جلا شو لوبډله به خدای مکړه د انزوا خوا ته لاړه شي او نه لوبغاړي ماشومان دي چې روزونکي ورښودلي مهاروته میاشت دوو کې له یاده وباسي.

هغه خبره هم پر ځای پرېږدو چې ځینو مغرضو کسانو همدې انضمام او کرکټ بورډ باندې نیوک کولې چې ولې یې انضمام د لوبډلې د مشر روزونکي په حیث وټاکه ، دوی دوه دلیلونه وړاندې کول ، یو یې ویل چې پاکستانی دی او بل یې ویل چې انضمام هومره څه ندی چې زموږ لوبډله دې د پرمختګ پوړیو ته ورسوي ، خو کله چې انضمام ښه ثابت شو بیا یې هم د کرکټ بورډ پرېکړه نه وستایله او چپ پاتې شول او بلاخره کله چې انضمام رخصت شو هماغو مغرضو کسانو تبلیغات پیل کړل چې ولې ترې انضمام لاړ ، بل به دا ډول کوچ پیدا نکړي ، بیا یې نه دا ویل چې پاکستانی دی تللی دې وي او نه یې دا ویل چې کرکټ بورډ دا راپیدا کولای شو بل به هم پیدا کړي .

زموږ په ټولنه کې نه یواځې د جوش نقطې ټیټې دي او په ډېر کم حرارت سره په جوش راځي بلکې شخصي ګټو ته تر ملي ګټو اولیت ورکونه هم هغه څه دي چې ډېرې ستونزې زېږوي او په دې هکله یوه پراخ بحث ته اړتیا ده چې باید راپورته شي .

موږ د کرکټ بورډ نیمګړتیاوې هم نقد کړې دي ، ولې چې کرکټ بورډ په مسلکي او اساسي ډول وړاندې تګ کوي ، نو د خجالت ځای دی چې پرې نا سالمې نیوکې وکړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *