شپږ افغان نجونې د فرانسې د بایسکل ځغاستې په سیالیو کې ګډون کوي

تاند- شپږ تنه افغان نجونې د فرانسې د سپورت د کمېټې په بلنه د بایسکل ځغلولو په نړیوال تورنمنټ کې ګډون کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغاستې فدرېشن نن /یکشنبه/ وویل، افغان بایسکل ځغلوونکې تیارې دي چې په دې نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

2د بایسکل ځغاستې د فدرېشن مشر صدیق صدیقي رسنیو ته وویل:«موږ هیله لرو چې په دې سیالیو کې د خپل هیواد لپاره د پام وړ بریا ولرو. »

فرانسې وروسته له دې په نړیوالو سیالیو کې افغان نجونو بایسکل ځغلوونکو ته بلنه ورکړه چې دا ټیم د نړۍ په ۱۰۰ لوبډلو کې د سولې میډال ته ونومول شو.

تېره اوونۍ افغان بایسکل څغلوونکو له کابله د پروان تر ګلغونډۍ پوري، چې شپېته کیلو متره واټن دی، سیالي وکړه.

په دې سیالیو کې د کابل، پروان، پنجشېر، بامیان او بلخ ولایتونو ۲۰ لوبغاړو ګډون وکړ.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د یکشنبې په ورځ معصومه علیزاده، زهرا علیزاده او فروزان رسولي، چې له لومړي تر درېم پوري مقامونه یې ګټلي دي، وستایل.

معصومه علیزاده، چې په دې سیالیو کې یې لومړی مقام ګتلی، نن (یکشنبه) وویل:«زه په سیالۍ کې اتله شوې یم، په واټونو او لویو لارو د خلکو په مخکې د بایسکل ځغلولو جرات لرم او د چا پروا نه کوم.»

سره له دې چې څو لسیزې پخوا په کابل کې پر بایسکلونو د ښار په واټونو کې نجونې لیدل کېدې او عادي چاره وه، خو د مجاهدینو او طالبانو له واکمنیو وروسته اوس د افغانستان ټولنه دومره محافظه کاره شوې چې پر بایسکل د نجونو سپرېدل زړه ورتیا ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *