لسټر درې امتیازه نور بري ته ورنژدې شو 

تاند – د انګستان د غوره لیګ لوبو اوسني مخکښ ټیم لسټر نن یکشنبې د اپریل ۲۴ سوانسې لوبډلې ته ۴ د صفر په مقابل ماتې ورکړه او له ۳۵ لوبو څخه یې امتیازونه ۷۶ ته ورسیدل.

په لسټر پسې دوهمه لوبډله ټاټنهام دی چې له ۳۴ لوبو ۶۸ امتیازه لري. داسې ښکارې چې لسټر به رسیدل ګرانه وي خو بیا هم لوبه چانس لري که چیرته لسټر له پاتې دریو لوبو دوې وبایلي او ټاټنهام ټولې وګټي نو ممکن ټاټنهام لومړی شي.

د یکشنې د ورځې په به لوبه کې ارسنال له سندرلنډ سره صفر د صفر په وړاندې مساوي شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *