فوټبال: د انګلستان پر یوه غوره لوبغاړي بندیز ولګید

تاند – د انګلستان د غوره لیګ د روان کال د فوټبال پر هغه لوبغاړي بندیز ولګیده چې تر اوسه یې تر ټولو ډير ګلونه کړي دي. جیمي یاردي د لسټر لوبغاړی دی چې په روان غوره لیګ کې یې تر دې دمه ۲۲ ګولونه کړي دي.  ده ته په تیره لوبه کې چې د اپریل په ۱۷ یې له ویسټهام سره لرله له لوبڅار سره وروسته تر هغه غالمغال وکړ چې لوبڅار دوهم زیړ کارټ ورښکاره کړ او له میدان څخه یې وایست. له دې قهر سره د انګستان د ملي ټیم او د لسټر پر فارورډ په اتومات ډول د یوې لوبې بندیز ولګول شو خو تر اوسه معلومه نه ده چې څومره نور بندیزونه به پرې لګول کیږي.

یارډي تر پنجشنبې پورې وخت لري چې د ځان دفاع وکړي.

تیره میاشت د چلسي کلب پر لوبغاړي ډیاګو کاستا  چې له ریفري سره یې ناسم چلند کړی و د یوې لوبې بندیز ولګول شو او بیا ۲۰۰۰۰ پونډه جریمه شو. د ارسنال پر لوبغاړي ګابریل په سپتمبر میاشت کې د یوه میچ بندیز لګول شوی و او ۱۰۰۰۰ پونډه جریمه شوی و.

لستر په راتلونکو څلور لوبو کې چې د انګستان د غوره لیګ پاتې دی اتو پواینټونو ته اړتیا لري څو سل په سلو کې د روان کال اتل شي. په داسې حساس وخت کې د لسټر پر غوره لوبغاړي یارډي باندې بندیز به پر دې ټیم تر یوه بریده بې اغیزې نه وي.

د لسټر دا څلور لوبې له سوانسي لوبډلې سره په خپل کور کې ده، له مانچستر یونایټیډ سره د مانجستر یونایټیډ په کور کې ده، له ایورټن سره یې په خپل کور کې ده او له چلسي سره یې د چلسي فوټبال ټیم په کور کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *