نېکپا پر منګولیايی لوبغاړې وبایلله

تاند- روح الله نيکپا د برازيل د ٢٠١٦ ميلادي کال د اولمپيک سياليو ته د غوراوي په مقدماتي لوبو کې د خپل دوهم سيال په وړاندې ماټه وکړه.

د نېکپا ماته ډېره نهیلوونکې وه ځکه چې د برازیل په المپیک کې د سپورت په دې برخه کې د افغانستان هیلې ختمې شوې.

د اولمپيک د ملي کميټې د تکواندو فدراسيون مرستيال عبدالبصير عمري د دوشنبې په ورځ باختر آژانس ته وويل، ورورستي افغان لوبغاړي روح الله نيکپا پرون د منګولیا د تکواندو د لوبغاړي په وړاندې په دوهمه لوبه کې ماتې ومنله او له سياليو څخه حذف شو.

نيکپا د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې خپل عماني سيال ته ماتې ورکړې وه خو تر ده وړاندې نسميې غلامي ، نيلا احمدي او محمود حيدري حذف شوي ول.

نسيمې غلامي د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ د تکواندو لوبغاړې ته ماتې ورکړې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *