کیمیا یوسفي په ځغاسته کې ۲۲ مه شوه

تاند- د اولمپیک د ښځو د ځغاستې د ۱۰۰ متره سیالیو په لومړي پړوا کې افغان لوبغاړې کيميا يوسفي ټاکلی واټن په ۱۴،۰۲ ثانيو کې کچ کړ او په دې سيالۍ کې یې ۲۲ ځای خپل کړ.

په دې سيالۍ کې د سيریلايون هفستو کرما لومړ ځای خپل کړ، ورپسې د فیجي سيسيليا سيولوا دوهمه شوه او دواړه بل پړاو ته بریالۍ شوې.

هفتسو دا واټن په ۱۲،۲۴ ثانیو کې او سیولوا په ۱۲،۳۴ ثانيو کې وواهه.

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د سعودي عربستان او د کريباتي هېوادونو تر ځغاستونکو وړاندې شوه.

تر دې یوه ورځ مخکې هم د ۱۰۰ کیلوګرام وزن جوډو سياليو کې افغان لوبغاړي محمد توفيق بخشي خپل پورتګالي سيال جورج فونيسکا ته لوبه وبايلله او و نه توانېد چې د سياليو بل پړاو ته لار ومومي.

افغان لوبغاړي په خپل مټ نه وو توانېدلي چې اولمپيک سياليو ته لار پيدا کړي.

د اولمپيک کمېټې ۳ افغان لوبغاړو ته د ځانګړو يا سپينو کارتونو له مخې په دغو سياليو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړې ده.

افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې ۱۲ ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د ژېړو يا برونزو مډالونه ترلاسه کړي.

د جودو په برخه کې توفیق بخشي، د نجونو د ځغاستې یا منډې وهلو په برخه کې کیمیا یوسفي او د نارینه و په برخه کې عبدالوهاب ظاهري هغه افغان لوبغاړي دي چې د ریو ۲۰۱۶ په المپيک کې د افغانستان استازیتوب کوي او ټول یې په وړیا جواز یا سپین کارت ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *