د ملي ١٩ کلنې لوبـډلې د ټاکلو په موخه تمريناتي سيالۍ پيل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ پنځوس اوریزې تمریناتي سیالۍ پیل شوې.
یاد ۷۰ لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي، چی هره لوبډله به په شپږو ورځو کې درې، درې تمریناتي لوبې ترسره کوي.
ددې سياليو په ترڅ کې د لوبغاړو تر هر اړخيزې ارزونې وروسته د غوراوي کمېټې د مشر دولت احمدزي له لوري د لوبغاړو ګمارنه کیږي.
ددې سياليو مدیریت نوید صایم پرمخ بيايي او په روزنه کې جاوید نوري همکاري کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش وایی چې دې تمريناتي سياليو لپاره لوبغاړي تر څو پړاوونو ورسته انتخاب او دې پړاو ته رسیدلي دي.
نوموړي زياته کړهو چې لومړى د ټولو ولایتونو لوبغاړو څخه د افغانستان په پنځو زونونو کې د ۱۷ کلنو لوبډلې ته د ټاکلو موخه ازموینه واخستل شوه، د ازموینې ورسته غوره لوبغاړو ترمنځ د ولایاتو او زونونو په کچه لوبې ترسره شوې او له دې پړاوونو وروسته ۷۰ غوره لوبغاړي دې پړاو ته غوره شول.
نسيم الله دانش وايي، په دې پړاو کې به تر ښه غوراو ارزونې وروسته د غوراوي کمېټه ٢٥ لوبغاړي وټاکي او تر شپږيزې سياليو وروسته به د دوى او د پخوانیو لوبغاړو ترمنځ نور تمریناتي کمپونه په لاره واچول شي، تر څو نړیوالو لوبو ته ښه ملي ١٩ کلنه لوبډله وټاکل شي او هیواد ته د تل په څیر بریاوې راوړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي وايي، چې له دې امله افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ازموینه اخستل کیږي چی د پخوانیو یو شمیر لوبغاړو عمرونه زیات شوي دي.
ستانکزي زیاته کړه افغان ۱۹ کلنو لوبډله به د روان زېږديز کال د دسمبر میاشتې له لسمې څخه یویشمې نیټې په اسیایی جام سیالیو کې د سریلانکا، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش او نیپال ترڅنګ ګډون وکړي.