ننګرهار د ولايتي سياليو اتلولي خپله کړه

 ننګرهار د سيد جمال الدين افغان الکوزي جام يو ورځنيو کرکټ سياليو په پاىلوبه کې لغمان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

 د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۰ غوره او مخکښو ولايتي لوبډلو ترمنځ د کرکټ پنځوس اوريزې يو ورځنۍ لوبې له تېرو نږدې دوو اونيو راهيسې پيل شوې وې، چې پاى لوبې ته يې د ننګرهار او لغمان لوبډلو لاره موندلې وه.

2 د دې سياليو پاى لوبه د کابل په الکوزي نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه يا ټاس يې د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې بلنه يې لغمان ته ورکړه. د لغمان لوبډلې په ټاکل شويو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۳۵ منډې جوړې کړې او ننګرهار ته يې د ۲۳۶ منډوف هدف ورکړ.

د لغمان له لوري په توپوهنه کې وحيدالله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۵ تېزې منډې يې جوړې کړې، دغه راز قسيم اورياخېل هم ۳۱ منډې ترلاسه کړې. د ننګرهار له لوري کريم خان صادق او باطن شاه عبدالرحيمزي څلور، څلور لوبغاړي وسوځول. د ننګرهار لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٥ م اوور کې د يو لوبغاړي په سوځېدلو ترلاسه، لوبه يې وګټله او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه. د ننګرهار له لوري ملي لوبغاړي کريم خان صادق او شبيرنوري دواړو په زړه پورې لوبې وکړې، کريم صادق د ٧ شپږيزو او ٩ څلوريزو پر مټ ١٠١ او شبير نوري د يوې شپږيزې او ١٣ څلوريزو پر مټ ١٠٦ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

 نجيب تره کي ٢٥ منډې ترلاسه کړې. کريم خان صادق د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ننګرهار لوبډلې ته د اتلولۍ مبارکي وويله او د دويم مقام لوبډلې ښې لوبې يې هم وستايلې.

2دانش زياته کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره کورني کرکټ ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه چې له کورني کرکټ څخه ملي لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ترلاسه کېږي. هغه وايي، د کرکټ بورډ اداره د کورني کرکټ ترڅنګ په نورو برخو کې هم ځوانانو او هېوادوالو لپاره لاس په کار ده، ترڅو له دې لارې افغانستان نړۍ ته نور هم په ښه نوم ور وپېژني.

 د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي هم په خپل وار دواړو لوبډلو ته مبارکي ورکړه او په نننۍ لوبه کې يې د کريم صادق، شبير نوري او وحيد الله شفق د لوبو ستاينه يې وکړه. ستانکزي زياته کړه : ((موږ د پرمختګونو لپاره چې کومې موخې لرو، تر ډېره بريده پخپلو موخو کې بريالي شوي يو ، ډېر ژر به ګران هېوادوال زموږ د هڅو او هلو ځلو پايلې پخپلو سترګو وګوري. ))

د مراسمو په پاى کې د ټورنمڼټ غوره لوبغاړي اعلان شول، د ۱۶ ویکټو په اخیستو غوره توپ اچونکی مجیب الله، غوره توپوهونکی ناصر عمر چی ۴۰۰ منډې جوړې کړې وې، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جایزه شبیر نوري او کریم صادق ته له دې امله یو ځای ورکړل شوه چی د دواړو ښه لوبه کې زیات توپیر نه لیدل کیده دویم مقام ته پنځوس زره افغانۍ او جام، ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنګ اتیا زره افغانۍ او پورتنیو غوره لوبغاړو ته هم نغدي جايزې ورکړل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *