په المپیک کې درې غبرګونې خویندې ګډون کوي

تاند- د ایستونیا دا درې غبرګې خویندې، چې په څېرو کې هم سره ورته دي، په المپیک لوبو کې له یو بل سره سیالي کوي.

دا به لومړی ځل وي چې درې خوبندې او هغه هم غبرګونې د المپیک لوبو د نجونو په ځغاسته کې ګډون کوي.

تراوسه د مشرې خور لیله ریکارد تر دوو نورو ښه دی. دې په ۲۴ کلنۍ کې ځغاستې ته جدي پام واړاوه او د حرفې یا مسلک په توګه یې دا لوبه پیل کړه.

خو لومړی لینا وه چې دا ځغاسته یې پیل کړه او دوې نورې خویندې یې هم دې لوبې ته وهڅولې.

 لیله، لینا او لیلي دېرش کلنې دي. دوی د جون له لومړۍ څخه د ایټالیا په شمال کې تمرینونه پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *