افغان ځغاستونکې کاناډايي لوبغاړي ته روحیه ورکړه
تاند- یو کاناډايي لوبغاړی وايي، یوې افغان ځغاستونکې روحیه ورکړه چې د ناروغۍ له ستره پاڅي او بیا ځغاسته پیل کړي.
ده هڅه پیل کړې چې له افغان ښځو سره په د سپورت په برخه کې مرسته وکړي.
کاناډايي ورزشکار مارتین پارنل، چې د مرګ په بستر پروت و، وايي چې یوې افغان ورزشکارې روحیه ورکړه چې پر ژوند باور وکړي او بېرته فعال شي.
پارنیل یو کال وړاندې د مغزي سکتې له کبله د کوما په حال کې تر درملنې لاندې و او دا تقریباً ورته ناممکنه ښکارېده چې بیا به دومره ښه کېږي چې ځغاسته پیل کړي.
خو په دې منځ کې یې یوه افغان نجلۍ ولیده چې د ځغاستې په مسابقه کې یې ګډون کړی دی. د دې نجلۍ، چې کُبرا نومېږي، لیدو ده ته الهام ورکړ او له ځان سره یې اراده وکړه.
دی وايي«ما له ځان سره وویل چې که ښه شوم او منډې مې وهلی شوای، او د ځغاستې په سیالیو کې مې برخه اخیستی شوای، افغانستان ته ځم او د ځغاستې په سیالۍ کې ترلاسه کړې پیسې به افغان ښځو ته ورکړم چې سپورت وکړي او خپل ژوند بدل کړي.»
پارنیل یو له څو ګوته په شمېر بهرنیانو ځني و چې د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې یې د ځغاستې په سیالۍ کې برخه واخیسته.
دوی له سمندره نژدې ۳ زره متره لوړ د اومو کورونو په کلیو کې په داسي حال کې منډې ووهلې چې شاوخوا یې طبیعي منظرې، پسونه، سخوندران او نور څاروي لیدل کېدل.
د ځغاستې په دې سیالۍ کې دواړو هم ښځو او هم نارینه وو برخه اخیستې وه او دا د افغان ښځو د ازادۍ یو سمبول وګڼل شو.
د دې سیالۍ د برخوالې کُبرا او ۱۵ نورو افغان نجونو لپاره په ځغاسته کې ګډون د ګڼو نورو افغانانو په شان بې جنجاله نه ښکاري. دوی وايي چې په افغانستان کې ښځو ته اسانه نه ده چې په دا ډول سپورت کې، چې د عامو خلکو په وړاندې کېږي، ګډون وکړي.
پارنیل وايي، کُبرا ته یې وویل چې هر څه هېر کړي، په ارامو اعصابو یوازې په ځغاسته تمرکز وکړي او په همدې روحیې میدان ته ووځي.
پارنیل وايي چې دا یې له ناروغۍ وروسته لومړی وار و چې په ځغاسته کې یې ګډون کاوه او دا خاطره یې هیڅکله نه هېرېږي.