بولټن انګلیسي کلب له یوه افغان لوبغاړي سره قرارداد کوي

تاند- د بریتانیايي ورځپاڼو د راپور له مخې، د انګلیستان د فوټبال یوه حرفوي کلب د لومړي ځل لپاره له یوه افغان لوبغاړي سره قرارداد لاسلیکوي.

د انګلیستان بولټن فوټبال کلب له افغان لوبغاړي یوسف شېردل سره د قرارداد د لاسلیکولو په درشل کې دی.

شېردل، د اروپايي هیوادونو د فوټبال په تېر فصل کې د جرمني په یوه ټیم کې لوبه کوله او اوس ټاکل شوې ده چې د انګلیستان له بولټن ټیم سره قرارداد لاسلیک کړي. بولټن د انګلیستان د لومړی درجه ټیمونو په سیالیو کې برخه لري.

درویشت کلن شېردل، چې د میدان په نیمايي برخه کې لوبېږي، په جرمني کې زېږېدلی، حرفوي فوټبال یې د هامبورګ په کلب کې پیل کړی خو د جرمني بوندیسلیګا یا د غوره ټیمونو لیګ ته یې لاره نه ده پیدا کړې.

دی د افغانستان په ملي لوبډله کې هم لوبېدلی او د مارچ په میاشت کې یې سینګاپور ته ګول ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *