انګلیسي کلبونو له راشد خان سره قرارداد کولو ته لېوالتیا لري
تاند- د بریتانیا دوه ټیمونه لېواله دي چې د افغانستان د کرکټ له تکړه لوبغاړي راشد خان سره قرارداد وکړي.
د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، اتلس کلن راشد خان، چې روانه میاشت یې له ویست انډیز سره په یو ورځینۍ مسابقه کې د ۱۸ منډو د ورکولو په بدل کې ۷ لوبغاړي وسوځول، په نړۍ کې د ویکټونو د اخیستو له نظره څلورم مقام لري.
ده په ۲۹ یو ورځنیو مسابقو کې ۶۳ او په ۲۷ شل اوره سیالیو کې ۴۲ لوبغاړي سوځولي دي.
مېل ورځپاڼې په انګلیسي کلبونو کې د راشد خان د لارې خنډ دا ښودلی چې ایا د بریتانیا د وېزې سخت مقررات به یې حل شي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له مقرراتو سره سم هر بهرنی چې د انګلیستان یا انګلنډ او ویلز په کلبونو کې د کورنیو مسابقو لپاره لوبېږي باید ډېر تکړه وي او د هغو هیوادونو لوبغاړی وي چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ولري.
دا دواړه شرطونه اوس پوره شوي دي.
د راشد ارمان د باولینګ سویه تر ټولو انګلیسي لوبغاړو لوړه ده. او له بلې خوا افغانستان اوس د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی.
راشد ارمان د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې هم ښه وځلېد. ده د حیدراباد سن رایزر لپاره لوبه وکړه.
استرالیايي کلبونو هم لېوالتیا ښودلې چې په خپل غوره لیګ سیالیو کې راشد خان ولوبوي.