افغانستان او ویسټ انډیز مساوی شول، خو راشد غوره لوبغاړی

تاند- د افغانستان او ویسټ انډیز یو ورځینۍ نړیوالې سیالۍ مساوي پای ته ورسېدې او د مسابقو کپ دواړو ټیمونو ته ورکړای شو.

د دغو سیالیو لومړۍ افغانستان او دوهمه ویست انډیز وګټله خو درېمه، چې برخلیک ټاکونکې وه، د باران د اورېدو له کبله ونه شوه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان وویل، که څه هم افغانستان تر هغو لوبو چې له ویست انډیز سره وکړې، ښې لوبې کولی شي، خو له دې سره سره یې وښوده چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو ټیمونو د سیالیو جوګه دی.

افغانستان درې واړه شل اوره مسابقې پر ویست انډیز وبایللې.

ستانکزي د شل اوره سیالیو بایللو ته په اشارې وویل«موږ هغسې لوبه ونه کړه چې باید کړې مو وای خو له دې سره سره څه چې مو وکړل دا ښيي چې افغانستان له سترو لوبډلو سره د سیالیو وړتیا لري. دا زموږ لپاره ستره تجربه وه.»

Armanد ویسټ انډیز د لوبډلې کیپتان جاسن هولډر ومنله چې ټیم یې له سخت چلینج سره مخامخ شو.

ویسټ انډیز د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځینیو سیالیو په درجه بندۍ کې اوس نهم ځای لري.

راشد خان ارمان د افغانستنان او ویست انډیز د سیالیو د لړۍ یا سریز غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

ده له ویسټ انډیز سره په لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کې ۷ لوبغاړي وسوځول او په دې توګه په یو ورځینیو سیالیو کې د نړۍ څلورم لوبغاړی وګڼل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *