د افغانستان او ویسټ انډیز وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه

خبریال: فضل رحیم رحیمي: دهېواد کرکت ملي لوبډله به نن د خپل سفر ورورستۍ لوبه له کوربه ویسټ انډیز سره وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دغه سفرکې له ویست انډیز سره درې شل اوره او درې یوه ورځنۍ لوبې ټاکل شوې وې چې لومړنۍ شل اوره لوبې د کوربه لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې او په یو ورځینیو لوبو کې بیا یوه لوبه افغانستان او بله ویست انډیز ګټلې ده.

د دواړوه لوبډلو ترمنځ به د یو ورځنیو لوبو وروستۍ نن د افغانستان پر وخت د شپې یوولس بجې پیل شي او ګټونکې لوبډله به سیریز پخپل نوم کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به له دې سیالۍ ورورسته د نړۍ له یوولس کسیزي لوبډلې سره د جولای په یوولسمه د انګلستان په لارډز لوبغالي کې یوه سیالي ولري چې تیره ورځ ورته ایم سي سي د خپلې لوبډلې نوملړهم اعلان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *