ایم سي سي د افغانستان په وړاندې لوبډله اعلان کړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي- ایم سي سي (د نړۍ یوولس کسيز)  کرکټ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې خپله یوولس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

په نومول شوې لوبډله کې د نیوزیلنډ برینډن مکالم، ویسټ انډیزی چندرپال، د پاکستان یونس خان اومصباالخق، د سریلانکا کمارا سنګاکارا، کریس ريډ، سمیت پټیل، کریس رشوورټ، سټوروټ میکیر. ایرلنډی جورج ډوکرل او ټیم مرتاګ د لوبډلۍ غړي دي.

افغان کرکټ لوبډله به له ویسټ انډیز ورورسته له یاد کلب سره یوه لوبه ترسره کړي.

دغه سیالي به د راتلونکې جولای میاشتې په یوولسمه نېټه د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *