د افغانستان او کمبوډیا د فوټبال ټیمونه نن مسابقه لري

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن /سې شنبه/ په کمبودیا کې د دغه هیواد له ملي ټیم سره مهمه مسابقه لري.

دا مسابقه، چې د اسیايی جام د غوراوي د سیالیو په لړ کې کېږي، د بري په صورت کې افغانستان بل پړاو ته خېژوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لومړۍ مسابقه له ویتنام سره مساوي شوې او په دې حساب د یو امتیاز د لرلو له کبله د سي ګروپ په جدول کې درېم دی.

افغانستان له ویتنام، اردن، او کمبودیا سره په سي ګروپ کې یوځای دی.

له دغو څلورو ټیمونو دوه مخکښ به د اسیايي جام سیالیو ته غوره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *